IQNA

په طولکرم کې  شهادت غواړي عملیات د وحشي رژيم د جنایتونو یو ځواب ؤ

6:54 - May 31, 2023
د خبر لمبر: 3487421
ایکنا-(تهران) د فلسطین  له طولکرم ښار سره نزدې  په حرمیش صهونیسټ میشته ښارګوټي کې  د فلسطینیانو په مقاومتي عملیاتو کې  یو صهیونیسټي  اوسیدونکی هلاک شوی دی.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د فلسطین د  اسلامی  او ملی بهیرونو   او مبارزو ډلو  په طولکرم کې   میړني عملیات چې د یوه ینواکر صهیونیسټي دهلاکت سبب شوي مبارکي وئیلې ده.

د فلسطین  له طولکرم ښار سره نزدې  په حرمیش صهونیسټ میشته ښارګوټي کې  د فلسطینیانو په مقاومتي عملیاتو کې  یو صهیونیسټي  اوسیدونکی هلاک شوی دی.

د الاقصی  شهیدانو له کنډکونو سره اړونده  د طولکرام کنډک د دغو صهیونیسټ ضدع عملیاتو  مسئولیّت په غاړه اخستی دی.

 ایسنا خبری اژانس راپور ورکړ، د فلسطین د  اسلامی مقاومت غورځنګ حماس  په یوې اعلامیې کې وئیلي دي، په طولکرم کې  پرونیو  عملیاتو پشمول  داردن سین په لویدیځي غاړې کې  دډزو  عملیاتو ثابته کړې ده چې صهیونیسټي رژيم په دغې سیمې کې د مقاومت په ځپنې او نابودۍ کې ناکام دی.

د حماس غورځنګ  ویندوي عبداللطیف قانوع  ووئيل،  دطولکرم  عملیات د د خپل ټاټوبی او مقدساتو ددفاع پر دوام د فلسطین د ملت ټينګار او دکلک هوډ ښودنه کوي.

  د فلسطین د ولسی جبهې  دمرکزي کمیټې  غړي محمد الغول  هم روښانه کړې ده ، د طولکرم پرونی عملیات د مقاومت په وړاندې د صهیونیسټي رژيم د امنیتی ادارو پر  ماتې یو ځل بیا ټینګار  دی.

د نیواکي ټاټوبو اوسني شرائط او په تیره بیا د لویدیځي غاړې وضعیّت  ډیر زیات په بدلیدا دی  او فلسطیني مبارزان  په هرې یوې وسیلې سره  د صهیونیسټانو بې شمیره جنایتونو ته  ځواب ورکوي.

داپه  داسې حال کې دي چې د صهیونیسټي رژيم د ۱۲چینل پشمول یو شمیر سرچینو منلې ده چې په روان میلادي کال کې  په نیواکي ټاټوبو کې د فلسطینیو مبارزانو په لسګونو عملیاتو کې تر دې دمه  شل صهیونیسټان هلاک شوي او دغه راز په لسګونو نور هم ټپیان شوي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i133720

captcha